ښه راغلاست!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موږ اميد لرو چي ددغي پاڼي په وسيله تاسي ټوله هغه کسان چي د مورنۍ ژبي د مرستو، د مورنۍ ژبي د لوست ورکولو او د نورو مضمونو د مرستي سره مينه او علاقه لري يو پوره معلومات او د مناقشې امکانات پېدا کړي . دغه پاڼه تر هر څه د مخه د هغه چا دپاره يو امکان او منبع ده کوم چي په وړکتون او ښوونځيو کي کار کوي مګر ټوله هغه کسانو ته چي ددغي پاڼي څخه ليدنه کوي هم د زړه له کومي
ښه راغلی وايو.
د مختلفو ژبو دغه پاڼي د مکالمې او ارتباط له پاره په مختلفو ژبو معلومات او اﻻت لري .
دغه کار د مور نۍ ژبو د فعاله ښوونکو له خوا مخ ته وړل کيږي . غوښتنه داده چي ډېر ښه د روزني او زده کړي شرايط برابر او منځ ته راوړل شي .
د مورنيو ژبو په پاڼه کي اوس (اګست ٢٠٠٦)، ٣٣ ژبي شاملي دي . موږ په نظـر کي لرو چي د ليري فاصلې مرسته يعني د کمپيوټر له ﻻري تدريسي مرستي هم پيل کړو،او خپل نړيوال تماسونه هم پراخ کړو. د مورنيو پاڼي د ٢٠٠٣ کال د نومبر په مياشت کي د ژبو ”The Best Global Website Award” جايزه وګټلــه .
د ٢٠٠١ کال په پسرلي کي د عربي، فنلينډي، سومالي او کوردي ژبو ښوونکو ددغي پاڼي په کار پيل و کړ. ددغه کال په مني کي د فارسي، سامي او هسپانوي د مورنۍ ژبو ښوونکو هم دغه پاڼي پيل کړې . د ٢٠٠٢ کال په پيل کي د دري/ پښتو ، د نښو(اشارې) اوجنوبي کوردي ژبو ښوونکو خپل کار پيل کړ .
تېما(موضوع) ـ جوړښت او د کار ځـــای
د مورنيو ژبو پاڼه د نورو ژونديو پاڼو په څېر تر پوره ارزيابي او انکشاف ﻻندي ده . مهرباني وکړی او ددغي پاڼي په باره کي موږ ته خپل نظر د هغه څه په هکله چي په دې پاڼه کي نه شته او يا بايد په کښي ځای شي څرګنـد کړی . موږ کوښښ کوو چي ټول معلومات د وخت او شرايطو سره برابر جوړاو وړاندي کړو .
که کومي غلطۍ مو کړي وي او موږ خبر شو ژر تر ژره يې اصلاح کوو.
Länkar د نورو پاڼو سره تماس :
د مورنيو ژبو په پاڼه کي بېله هغو موادوڅخه چي موږ خپله تهيه کړيدي د نورودباندنيو ويب پاڼو سره هم اړيکي لرو.
که چيري په يوه پاڼه کي د پاڼي په سر کي چي زموږ روښانه شين رنګه نوم (Tema modersmål ) د مورنيو ژبو پاڼه و نه ليدل شي نو دا معنی لري چي تاسو په بله ويب پاڼه کي ياست . دا ويب پاڼي د مورنيو ژبو د ښوونکو(مسوولينو) له خوا د درسي مرستو له پاره خوښي شويدي . دا ويب پاڼي بېله دې چي د کار ګروپونه په خبر شي تغير کوي.
که چيري داسي ويب پاڼي زموږ د پاڼي سره اړيکي ولري يعني زموږ د پاڼي سره لينک شوي وي چي زموږ د پاليسۍ سره توپير ولري ژر تر ژره موږ ته خبر راکړی چي د مسوولينو له خوا و تړلي شي.
د ٢٠٠٥ کال د کارونو رپورټ( ١٣ مخه)
د مورنيو ژبو د ښوونځيو د زده کړي د پاڼو مسوولين :
مای بييـر ( Maj Beijer) د زده کړي او روزني د برخي مسووله
Mail : Den här e-postadressen är skyddad från spamrobotar. Du måste tillåta Javascript för att visa e-postadressen تيلفون : ٠٨ـ٧٢٣٣٢٩٠
Christina Szekely; projektledare på skoldatanätet, tel: 08-52778134
Mats Wennerholm; Ansvarig för Tema Modersmål. Tel: 08- 52778241






























